او دوى ته خپل نبي وویل: بېشكه الله تاسو لپاره یقینًا طالوت بادشاه مقرر كړى دى، هغوى وویل: د هغه لپاره په مونږه باندې بادشاهي څنګه كېدى شي، حال دا چې مونږ له هغه نه د بادشاهۍ زیات حقدار یو، او هغه ته د مال فراخي (هم) نه ده وركړى شوې، ۔ هغه (نبي) وویل: یقینًا الله هغه پر تاسو باندې غوره كړى دى، او هغه ته يې په جسم او علم كې زیاته فراخي وركړې ده، او الله خپله بادشاهي وركوي چا ته چې يې وغواړي، او الله فراخه فضل والا، ښه عالم دى البقره ۲:۲۴۷ ⧉
تفسیر:
او وویل دوی ته پیغمبر د دوی: بېشکه الله تعالی ستاسو لپاره طالوت پادشاه مقرر کړی دی، چې تاسو د هغه تر بیرغ او قومندې لاندې جهاد وکړئ، وویل مشرانو د هغوی په داسې حال کې چې ناآشنا ګڼوونکي وو دې اختیار ته او اعتراض کوونکي وو: پر مونږه به څنګه د هغه پادشاهي وي، او مونږ له هغه نه د پادشاهۍ ډېر حقدار یو؛ ځکه چې طالوت د پادشاهانو له نسل څخه نه ؤ، او ډېر مال هم ورسره نه ؤ چې پادشاهي پرې وکړي؟! د دوی پیغمبر ورته وویل: بېشکه الله تعالی دا په تاسو غوره کړی دی، او له تاسو څخه یې پراخه علم او ډېر بدني قوت ورکړی دی، او الله تعالی چا ته چې وغواړي په خپل حکمت او رحمت سره پادشاهي ورکوي، او الله تعالی پراخه فضل والا دی ورکوي چا ته چې وغواړي، پوهه دی په هغه چا چې مستحق یې وي له خپلو بندګانو څخه.