Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 248 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 248 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ آيَةَ مُلْكِهِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ التَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌ مِمَّا تَرَكَ آلُ مُوسَىٰ وَآلُ هَارُونَ تَحْمِلُهُ الْمَلَائِكَةُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 248
ترجمه:
او دوى ته خپل نبي وویل: بېشكه د ده د باشاهۍ نښه دا ده چې تاسو ته به صندوق راشي چې په هغه كې ستاسو د رب له جانبه سكینت (د زړه ارام) دى او باقي پاتې شونې له هغو (څیزونو) نه چې الِ موسٰی او الِ هارون پرېښي وو، چې ملايكو به راپورته كړى وي، یقینًا په دې كې تاسو لپاره خامخا لویه نښه ده كه تاسو ایمان لرونكي یئ البقره ۲:۲۴۸
تفسیر:
او دوی ته د دوی پیغمبر وویل: چې د هغه پر تاسې د پادشاهۍ رښتینې نښه به دا وي؛ چې الله تعالی به تاسو ته بېرته تابوت راواګرځوي -او دا یو صندوق ؤ چې بنی اسرائیلو به یې درناوی کاوه چې له دوی څخه اخیستل شوی ؤ- له دې سره به د زړونو اطمینان وي، او په دې کې به باقی پاتی اثرات د موسی او هارون علیهما السلام د اولادې وي، لکه د موسی علیه السلام امسا، او ځنې تختې، یقینا په دې کې ستاسو لپاره ښکاره نښه ده که چېرې تاسو رښتیني مسلمانان یئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 247 راتلونکې البقره • آیت 249