Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 250 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 250 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَلَمَّا بَرَزُوا لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالُوا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ 250
ترجمه:
او كله چې هغوى د جالوت او د هغه د لښكرو (د مقابلې) لپاره (میدان ته) راووتل، ويې ويل: اى زمونږه ربه! راخوشې كړه پر مونږ باندې صبر، او زمونږ قدمونه ټینګ (كلك) كړه، او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه البقره ۲:۲۵۰
تفسیر:
او هر کله چې هغوئ له جالوت سره د مخامخ کېدو لپاره ووتل الله تعالی ته یې دعا وکړه او ویې ویل: ای زمونږه ربه! زمونږ زړونو ته صبر را په برخه کړه او زمونږ قدمونه ټینګ کړه، ترڅو نه تېښته وکړو او نه د هغوی پر وړاندې ماته وخورو، او په خپل قوت او تایید سره مونږ پر کافر قوم برلاسي (کامیاب) کړه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 249 راتلونکې البقره • آیت 251