نو دوى هغو ته د الله په حكم سره ماتې وركړه، او داود جالوت لره قتل كړو، او الله هغه (داود) ته بادشاهي او حكمت وركړ، او هغه ته يې له هغو (څیزونو) نه ښودنه وكړه چې (الله) غوښتل او كه د الله لرې كول نه وى خلقو لره، د دوى ځېنو لره په ځېنو نورو سره (نو) ځمكه به خامخا ورانه شوې وى۔ او لېكن الله په عالَمونو باندې دلوى فضل كولو والا دى البقره ۲:۲۵۱ ⧉
تفسیر:
نو پس د الله تعالی په حکم هغوئ (کافرانو) ته مسلمانانو ماته ورکړه او داود علیه السلام د هغوئ قومندان جالوت وواژه، او الله تعالی داود علیه السلام ته پادشاهي او پیغمبري ورکړه، او هغه ته یې د هغو علمونو چې د الله تعالی خوښه وه علم او پوهه ورکړه، نوهغه ته یې هغه (علمونه) را یوځای کړل، چې د هغه دنیا او آخرت دواړه پرې برابرېږې. او که چېرې د الله تعالی د طریقو څخه دا نه وي چې دفع کوی فساد د ځنو خلکو په ځنې نورو؛ نو خامخا د مفسدینو د غلبی او تسلط په وجه به زمکه ورانه شوې وای، لیکن الله تعالی خاوند د فضل او مهربانۍ دی په ټولو مخلوقاتو.