Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 260 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 260 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَىٰ ۖ قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِنْ ۖ قَالَ بَلَىٰ وَلَٰكِنْ لِيَطْمَئِنَّ قَلْبِي ۖ قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَىٰ كُلِّ جَبَلٍ مِنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا ۚ وَاعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ 260
ترجمه:
او كله چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! په ما باندې ووینه چې ته مړي څنګه ژوندي كوې؟ ويې ويل: ایا ته یقین نه لرې؟ هغه وویل: ولې نه! او لېكن د دې لپاره چې زما زړه مطمئن شي۔، (الله) وویل: نو له مرغانو نه څلور راونیسه، نو هغه خپلې خوا ته (له بلَدولو نه پس) ټكړې كړه، بیا له هغو ځنې یوه یوه حصه په هر غره باندې كېږده، بیا هغوى راوبله، (نو) دغه به تا ته په منډو راځي، او پوه شه چې یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى البقره ۲:۲۶۰
تفسیر:
یاده کړه ای پیغمبره دا خبره کله چې ویلي و ابراهیم -علیه السلام- ای زما ربه په سترګو را وښایه چې د مړو ژوندي کول څرنګه وي؟ الله تعالی ورته وفرمایل: آیا ته په دې کار باور نلرې؟ ابراهیم -علیه السلام- وفرمایل: ولې نه په تحقیق سره باور لرم، لیکن دزړه ډاډ پرې زیاتوم، الله تعالی ورته امر وکړ او ورته یې وویل: څلور مرغان ونیسه او ځان ته یې نږدې او ټوټه ټوټه یې کړه، او بیا یې پر شاوخوا غرونو ټوټې کیږده، بیا ورته آواز وکړه، را به شي تا ته په تېزه منډه په داسې حال کې چې بېرته به ژوندي شوي وي. او پوه شه ای ابراهیمه چې بیشکه الله تعالی زورور دی پخپله پاچاهۍ کې او حکمت والا دی پخپل کار، او پخپله شرعه، او پخپل مخلوق کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 259 راتلونکې البقره • آیت 261