Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 261 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 261 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ ۗ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ 261
ترجمه:
د هغو كسانو مثال چې د الله په لار كې خپل مالونه لګوي د هغه دانې په شان دى چې اوه وږي زرغون كړي، په هر وږي كې سل دانې دي، او الله (اجر) زیاتوي چا لپاره چې وغواړي، او الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى البقره ۲:۲۶۱
تفسیر:
د هغو مومنانو د ثواب مثال چې خپل مالونه د الله په لار کې لګوي د هغه دانې په شان دی چې دهقان یې په یوه حاصل خیزه ځمکه کې واچوي او هغه اوه وږي راشنه کړي، او په هر وږي کې سل دانې وي، او الله تعالی زیاتوي ثوابونه چاته یې چې خوښه شي د خپلو بنده ګانو څخه، نو ورکوي هغوي ته اجرونه بی حسابه، او پراخه ده ورکړه او فضل د الله، او پوه دی په هغه چا چې هغه مستحق د زیاتوالي دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 260 راتلونکې البقره • آیت 262