Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 264 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 264 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَىٰ كَالَّذِي يُنْفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا ۖ لَا يَقْدِرُونَ عَلَىٰ شَيْءٍ مِمَّا كَسَبُوا ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ 264
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپل خیراتونه په احسان بارولو (زباتولو) او ضرر رسولو سره مه بربادوئ، د هغه كس په شان چې خلقو ته د ځان ښودنې لپاره خپل مال خرچ كوي، او په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري، نو د ده مثال د هغه ښويې ګټې په شان دى؛ چې په هغې باندې څه لږه خاوره وي، بیا په هغې (ګټې) زوروَر باران وورېږي، نو هغه (ګټه) صفا پرېږدي۔، دوى به له هغو عملونو نه چې كړي يې دي، په هېڅ شي (ثواب) باندې قادره نشي، او الله داسې كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي البقره ۲:۲۶۴
تفسیر:
ای هغه کسانو چې په الله مو ایمان راوړی او د هغه د پېغمبر پېروي مو کړې ده، د خپلو خیراتونو ثواب په خیرات خورو باندې په احسان كولو مه بربادوئ او مه یې ځوروئ، د داسې کار کوونکو خلکو مثال د هغه چا په شان دی چې خپل مال دې لپاره لګوي چې خلک یې وویني او صفت یې وکړي، په داسې حال کې چې دې په الله او د قیامت په ورځ هم کافر دی، او د دې ورځې له ثواب او سزا هم منکر دی، نو د داسې کس مثال د ښویه ډبرې په شان دی چې خاوره پرې پرته وي، نو دې ډبرې ته ډېر باران ورسي او خاوره ترې یوسې او ښویه یې پرېږدي چې هېڅ پرې نه وي، نو همدا راز ریا کاران هم دي چې ثواب د کړنو او خیراتونو یې ځي، او د الله تعالی سره یې هېڅ نه پاتې کېږي، او الله تعالی کافرانو ته د هغه څه لارښوونه نه کوي چې دی پرې راضي کېږي او دوی ته د دوی په کړنو او خیراتونو کې ګټه ورسوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 263 راتلونکې البقره • آیت 265