Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 265 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 265 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِنْ لَمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 265
ترجمه:
او د هغو كسانو مثال چې خپل مالونه د الله د رضا غوښتلو لپاره او د خپلو نفسونو د كلكوالي لپاره لګوي، د هغه باغ په شان دى؛ چې په نرمه څَربَه ځمكه باندې وي؛ چې په هغه زورور باران وورېږي، نو دغه (باغ) خپلې مېوې دوه چنده وكړي، نو كه په هغه زورور باران ونه ورېږي، نو (هغه ته) نرى باران (هم كافي دى) او الله هغو (كارونو) لره ښه لیدونكى دى، چې تاسو يې كوئ البقره ۲:۲۶۵
تفسیر:
مثال د هغو مومنانو چې مالونه د الله د رضا په خاطر لګوي، او ځانونه یې ډاډمن دي د الله تعالی په ژمنو او مجبور شوي نه دي، د هغه باغ په شان دي چې په یو لوړ پاک ځای وي، وررسیږي هغې ته ډیر باران، او څو چنده میوه وکړي، او که ډیر باران ورته ونه رسیږي نو لږ هم ورته کفایت کوي ځکه چې ځمکه یې حاصل خیزه ده، همدا راز د اخلاص څښتنانو خیراتونه الله قبلوي او څو چنده بدله ورکوي اګر که خیرات لږ هم وي، الله د هغه څه چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، د اخلاص لرونکو اوریا کوونکو حال له هغه څخه پټ ندی، او زر دی چې هر یو ته به د هغه سره وړ بدله ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 264 راتلونکې البقره • آیت 266