Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 266 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 266 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَنْ تَكُونَ لَهُ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ لَهُ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَأَصَابَهُ الْكِبَرُ وَلَهُ ذُرِّيَّةٌ ضُعَفَاءُ فَأَصَابَهَا إِعْصَارٌ فِيهِ نَارٌ فَاحْتَرَقَتْ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ 266
ترجمه:
ایا په تاسو كې یو كس دا خوښَوي چې د ده دې د كجورو، او انګورو داسې باغ وي چې د هغه له لاندې وَلِې بهېږي او د ده لپاره په هغه (باغ) كې هر قسمه مېوې وي، په دې حال كې چې ده ته بُوډاوالى (زوړوالى) راشي او د ده كمزوري (واړه) بچي وي، پس په دغه (باغ) داسې سخت باد راوالوزي چې په هغه كې اور وي، نو دا (باغ) بېخي وسوَځي، همدارنګه الله تاسو لپاره ایتونه (نښې) بیانوي؛ د دې لپاره چې تاسو ښه فكر وكړئ البقره ۲:۲۶۶
تفسیر:
آیا ستاسو کوم یو دا خوښوئ چې د ده یو باغ وي او په هغه کې کجورې او انګور وي او خوږې اوبه پکې بهیږي، او د ده لپاره په دې کې هر ډول پاکې میوې وي، په دې کې دې سړي باندې بوډاوالی راشي نو بوډا شي چې هېڅ کار او کسب نه شي کولای او واړه کمزوري بچیان هم لري چې د کار کولو توان نلري، نو په داسی وخت کې په دې باغ سخته سیلۍ راشي چې سخت اور پکې وي، نو ټول باغ وسېزي، په داسی حال کې چې دا سړی خورا زیات حاجتمند وي دې ته، ځکه چې بوډا دی او کمزوري بچي لري؟! پس هغه څوک چې د ریا کارۍ لپاره خیراتونه کوي همداسې مثال د دی سړي هم دی، د قیامت په ورځ به الله ته راشي له نیکیو پرته، پداسی وخت کې چې دا به خورا زیات حاجتمند وي دیوې نیکۍ،.د دې بیان په شان بیانونه کوي الله تعالی تاسو ته ستاسو په ګټه ددی لپاره چې تاسو پکې فکر وکړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 265 راتلونکې البقره • آیت 267