اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو (مالونو) نه انفاق كوئ چې تاسو ګټلي دي او له هغو (مالونو) نه چې مونږه تاسو لپاره له ځمكې نه را اېستلي دي، او له هغه (مال) څخه چې تاسو يې خیرات كوئ، د بې كاره څیز اراده مه كوئ، حال دا چې تاسو (پخپله) د هغه اخيستونكي نه یئ مګر دا چې د ده په باره كې تاسو سترګې پټې كړئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى البقره ۲:۲۶۷ ⧉
تفسیر:
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله او پېروي مو کړې د هغه د پېغمبر، ولګوئ له هغه حلال او پاک مال څخه چې ګټلی مو دی، او له هغه څخه چې مونږ درته د زمکې له نباتاتو څخه را ایستلي دي، او بې کارو او بدو مالونو ته قصد مه کوئ چې خیرات یې کړئ، او که چېرې تاسو ته درکړل شي نو نه یې اخلئ مګر که مو سترګې ورته پټې کړې وي په نا راضګۍ سره یې اخلئ له بې کاره کېدو له امله، نو څرنګه تاسو الله تعالی په هغه څه راضي کوئ چې خپله پرې نه راضي کېږئ؟ او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی بې پروا دی ستاسو له خېراتونو څخه، ستایل شوی دی په خپل ذات او کارونو کې.