شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي او الله تاسو سره له خپل جانب نه د مغفرت او فضل وعده كوي او الله فراخه فضل والا، ښه پوه دى البقره ۲:۲۶۸ ⧉
تفسیر:
او شیطان تاسو له نیستۍ ویروي، او بخیل توب ته مو هڅوي، او ګناهونو او نافرمانیو کولو ته مو رابلي، او الله تعالی ژمنه کوي تاسو سره ستاسو د ګناهونو د لویې بخښنې، او پراخه روزۍ، او الله د پراخه فضل والا دی، او د بندګانو په احوالو پوه دی.