Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 270 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 270 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ نَفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُمْ مِنْ نَذْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُهُ ۗ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ 270
ترجمه:
او تاسو چې څه خرچ هم ولګوئ، یا څه نذر هم (په ځان) لازم كړئ؛ نو یقینًا الله په هغو پوهېږي او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته البقره ۲:۲۷۰
تفسیر:
هغه څه چې تاسو یې د الله د رضا لپاره خرڅ کوئ که لږ وي یا ډیر، او یا یو طاعت د الله لپاره پر ځان لازموئ چې په هغه مکلف نه یاست؛ پس بیشکه الله تعالی په دې ټولو پوه دی، د الله تعالی سره هیڅ شی نه ضایع کیږي، او زر دی چې الله تعالی به تاسو ته د دې لویه بدله درکړي، اونه به وي د ظالمانو لپاره مرستیالان چې منع کوونکي وي واجبو صدقو لره او زیاتی کوونکي وي د الله دحدودو څخه، تر څو لرې کړي له دوی څخه دقیامت د ورځې عذاب.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 269 راتلونکې البقره • آیت 271