كه تاسو خیراتونه په ښكاره وكړئ، نو دا یو ښه كار دى او كه تاسو دا په پټه وكړئ او فقیرانو ته يې وركړئ، نو دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي او هغه (الله) به له تاسو نه ستاسو ځینې ګناهونه لرې كړي، او الله په هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى البقره ۲:۲۷۱ ⧉
تفسیر:
که چېرې تاسو ښکاره ورکوئ هغه مالونه چې خیرات کوئ یې نو ډیره ښه صدقه ده، او که پټ یې ورکوئ فقیرانو ته نو دا له ښکاره کولو څخه ډیر ښه دی؛ ځکه چې اخلاص خورا نږدې دی. او د اخلاص کوونکو خیراتونه د هغوی دګناهونو لپاره پرده او بخښنه ده، او الله تعالی پر هغه څه چې تاسو یې کوئ خبردار دی، پس ستاسو له احوالو څخه په هغه هیڅ شی پټ پاتی نه دی.