سمې لارې ته د دوى راړول ستا په ذمه نه دي او لېكن الله سمې لارې ته راړوي چا ته چې وغواړي، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه خرچ كوئ؛ نو ستاسو ځانونو لپاره (يې فايدې) دي او تاسو يواځې د الله د مخ لَټوَنِې (رضا) د پاره انفاق كوئ، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ (انفاق كوئ، نو) هغه به تاسو ته پوره پوره دركړى شي، په داسې حال كې چې په تاسو به ظلم نه كېږي البقره ۲:۲۷۲ ⧉
تفسیر:
نه دي لازم په تا ای پیغمبره حق قبلول او غاړه ایښودل د دوی حق ته او دوی حق ته مجبورول، بلکه پر تا لازم ده چې حق ته یې لارښونه وکړې او ور ويې پېژنې، ځکه د حق او هدایت وس یوازې د الله په لاس کې دی، او هماغه لارښونه کوي چا ته چې وغواړي، او د خیر هغه څه چې تاسو يې خرڅ کوئ نو ګټه یې تاسو ته رسي؛ ځکه الله تعالی ترې بې پروا دی، نو ستاسو خرڅ دې یوازې د الله لپاره شي. نو حقیقي مؤمنان خرڅ نه کوي مګر د الله د رضا لپاره، او د خیر هغه څه چې تاسو یې خرڅ کوئ که لږ وي او که ډېر نو تاسو ته به یې بشپړ ثواب درکول شي، ځکه الله تعالی په هیچا ظلم نه کوي.