Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 273 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 273 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


لِلْفُقَرَاءِ الَّذِينَ أُحْصِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِي الْأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاءَ مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُمْ بِسِيمَاهُمْ لَا يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا ۗ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ 273
ترجمه:
(خیراتونه) د هغو فقیرو كسانولپاره دي چې د الله په لاره كې ایسار كړى شوي دي، په ځمكه كې د سفر كولو وَس نه لري، د ښه عفت (له سوال نه د ځان ساتلو) په وجه ناخبره كس په دوى د غنیانو ګمان كوي، ته به دوى په خپلو علامو (سره) پېژنې، دوى له خلقو څخه په سختۍ سره (بې ضرورته) سوال نه كوي او هغه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ، نو یقینًا الله په هغه باندې ښه عالم دى البقره ۲:۲۷۳
تفسیر:
دا خیراتونه د هغو فقیرانو لپاره وګرځوئ چې د الله په لار کې د جهاد له کبله د سفر او روزۍ ګټلو څخه بند شوي وي، د دوی په حال نا خبره خلک به پرې د شتمنو ګومان کوي له دې کبله چې دوی سوال نه کوي، او پېژني به یې هغه خلک چې د دوی پر نښانونو خبر وي، چې د دوی په ځانونو او کالیو به د نیستۍ ښکاره نښې وي، او د دوی له صفتونو څخه دا دي چې دوی د نورو نیستمنو په څېر نه دي کوم چې د خلکو پسې نښتي سوال کوي، او هغه مال یا نور څه چې تاسو خرڅ کوئ نو الله تعالی پرې پوه دی، او زر دی چې تاسو ته به یې لویه بدله درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 272 راتلونکې البقره • آیت 274