Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 274 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 274 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ 274
ترجمه:
هغه كسان چې خپل مالونه (د الله لپاره) لګوي په شپه كې او په ورځ كې، په پټه او په ښكاره، نو د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمژن كېږي البقره ۲:۲۷۴
تفسیر:
هغه کسان چې خپل مالونه شپه او ورځ د الله تعالی د رضا لپاره لګوي، په پټه او ښکاره بې له ځان ښوونې او اورونې، نو دوی لره د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ د دوی ثواب دی، او نه به پر دوی ډار وي په را روانو کارونو کې، او نه به غمجن شي په هغه څه چې له دوی څخه په دنیا کې پاتې شوې دي، دا پر دوی د الله تعالی فضل او نعمت دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 273 راتلونکې البقره • آیت 275