بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، او لمونځ يې قايم كړى دى او زكات يې وركړى دى، د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمژن كېږي البقره ۲:۲۷۷ ⧉
تفسیر:
بېشکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او د پېغمبر پېروي یې کړې، او نېکې کړنې یې کړي دي، او لمونځ یې بشپړ ادا کړی څرنګه چې الله روا کړی، او د خپلو شتمنیو زکات یې وړ کسانو ته ورکړی؛ دوی لپاره د دوی د رب سره ثواب دی، او په راتلونکو کارونو کې پر دوی وېره نشته او نه به په دنیا او دهغې نعمتونو چې ترې پاتې شوي خپه شي.