Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 276 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 276 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ 276
ترجمه:
الله سود محوه كوي او خېراتونه (صدقې) زیاتوي، او الله هېڅ یو سخت ناشكره، سخت ګناهګار نه خوښوي البقره ۲:۲۷۶
تفسیر:
سودي شتمنۍ الله تعالی تباه کوي او له منځه یې وړي، یا په حسي ډول سره چې برباد شي او داسې نور، او یا په معنوي ډول چې برکت ترې وباسي، او خیراتونه زیاتوي او وده ورکوي په څو چنده ثواب سره، ځکه نېکي د لس چنده څخه تر اوه سوه چنده تر دې هم زیات چنده زیاتېږي، او د خیرات ورکوونکو په شتمنیو کې برکت اچوي، او الله تعالی هر سر کښه کافر، د سود روا بلونکی، په ګناهونو کې ننوتونکی نه خوښوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 275 راتلونکې البقره • آیت 277