Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 279 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 279 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ ۖ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ 279
ترجمه:
نو كه تاسو (داسې) ونه كړل، نو تاسو د الله او د هغه د رسول له جانبه په جنګ كولو خبر شئ، او كه چېرې تاسو توبه وباسئ، نو ستاسو رأس المال (اصل مال) ستاسو لپاره دى، مه تاسو ظلم كوئ او نه به په تاسو ظلم كېږي البقره ۲:۲۷۹
تفسیر:
او که چېرې هغه څه مو ونکړل چې تاسو ته یې امر شوی و نو پوه شئ او د الله او د هغه د رسول لخوا د جنګ باور ولرئ، او که چېرې مو الله تعالی ته توبه وویستله او سود مو پرېښود نو ستاسو حق هماغه اندازه دی کوم رأس مال چې تاسو په پور ورکړی دی له مالونو ستاسو څخه، تاسو به له هیچا سره په زیات مال اخیستلو ظلم نه کوئ او نه به تاسو سره د مال په کمولو ظلم کېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 278 راتلونکې البقره • آیت 280