Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 280 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 280 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَىٰ مَيْسَرَةٍ ۚ وَأَنْ تَصَدَّقُوا خَيْرٌ لَكُمْ ۖ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ 280
ترجمه:
او كه هغه (قرض دارى) تنګ لاسى وي، نو تر اسانۍ پورې مهلت وركول دي، او خیراتي پرېښودل يې تاسو لپاره ډېر غوره دي؛ كه تاسو پوهېږئ البقره ۲:۲۸۰
تفسیر:
او که چېرې هغه څوک چې تاسو ترې خپل پور غواړئ تنګ لاسی وي چې د پور خلاصولو لپاره څه ونلري، نو تر هغه مهال یې وروسته کړئ چې شتمنۍ ورته آسانه شي، او د پور خلاصولو لپاره څه ومومي، او که تاسو پرې د پور نه غوښتلو او یا یوه حصه کمولو خیرات وکړئ، نو دا درته لا غوره ده که چېرې تاسو د الله تعالی سره د دې په فضل وپوهېږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 279 راتلونکې البقره • آیت 281