او تاسو له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې په هغې كې به تاسو الله ته بېرته ورګرځول كېږئ، بیا به هر نفس ته پوره پوره وركړى شي بدل د هغه عمل چې ده كړى دى، او په دوى به ظلم ونه كړى شي البقره ۲:۲۸۱ ⧉
تفسیر:
ووېرېږئ د هغې ورځې له عذاب څخه چې تاسو ټول به پکې الله تعالی ته ورګرځئ، او د هغه پر وړاندې به ودرېږئ، بیا به هر نفس ته د هغه د کړنې که ښه وي او که بده وي بدله ورکول کېږي، ظلم به ورسره نه کېږي چې د نیکیو ثواب یې کم شي، او نه به ورسره د ګناهونو په بدل کې د سزا زیاتوالی وشي.