هغه خلق چې په غیبو ایمان راوړي او لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه څه (حصه) خرچ كوي؛ چې مونږ دوى ته وركړى دى البقره ۲:۳ ⧉
تفسیر:
هغه کسان چې پر غیبو (پټو) ایمان لري او هر هغه څه چې په حواسو نه موندل کېږي او له مونږ څخه پت دي، هغه غیب دي، چې الله تعالی یې په اړه مونږ ته خبر راکړی او یا یې پیغمبر مونږ خبر کړي یو، لکه د آخرت ورځ او دوی هغه کسان دي چې لمونځونه کوي او له شریعت سره سم یې د شروطو او ارکانو او واجباتو او سنتونو په پام کې نیولو سره یې ادا کوي، او هغه کسان دي چې د هغه مال څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی لګښت کوي، په ویستلو د واجب زکات سره او یا هم غیر واجب لکه نفلي صدقه؛ په دې هیله چې د الله تعالی ثواب ترلاسه کړي او دوی هغه کسان دي چې پر هغې وحي باندې باور لري کومه چې پر تا -ای پېغمبره- نازل شوې ده او پر هغو کتابونو باندې هم -بې له توپېره- باور لري کوم چې له تا څخه مخکې پر ټولو پېغمبرانو علیهم السلام نازل شوي دي او دا هغه کسان دي چې په ورځ د آخرت باندې کلک ایمان لري او پر هغه ثواب او هغې سزا هم ایمان لري چې په دغې ورځ کې دي.