Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 4 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ 4
ترجمه:
او هغه خلق چې ایمان راوړي په هغه (كتاب) چې تا ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، او په اخرت همدوى یقین لري البقره ۲:۴
تفسیر:
هغه کسان چې پر غیبو (پټو) ایمان لري او هر هغه څه چې په حواسو نه موندل کېږي او له مونږ څخه پت دي، هغه غیب دي، چې الله تعالی یې په اړه مونږ ته خبر راکړی او یا یې پیغمبر مونږ خبر کړي یو، لکه د آخرت ورځ او دوی هغه کسان دي چې لمونځونه کوي او د شریعت سره سم یې د شروطو او ارکانو او واجباتو او سنتونو په پام کې نیولو سره یې ادا کوي، او هغه کسان دي چې د هغه مال څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی لګښت کوي، په ویستلو د واجب زکات سره او یا هم غیر واجب لکه نفلي صدقه؛ په دې هیله چې د الله تعالی ثواب ترلاسه کړي او دوی هغه کسان دي چې پر هغې وحي باندې باور لري کومه چې پر تا -ای پېغمبره- نازل شوې ده او پر هغو کتابونو باندې هم -بې له توپېره- باور لري کوم چې له تا څخه مخکې پر ټولو پېغمبرانو علیهم السلام نازل شوي دي او دا هغه کسان دي چې په ورځ د آخرت باندې کلک ایمان لري او پر هغه ثواب او هغې سزا هم ایمان لري چې په دغې ورځ کې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 3 راتلونکې البقره • آیت 5