Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 34 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 34 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ 34
ترجمه:
او كله چه مونږ ملايكو ته وویل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه خو ابلیس نه، هغه انكار وكړ او تكبر يې وكړ، او هغه و له كافرانو نه البقره ۲:۳۴
تفسیر:
الله تعالی روښانه کوي چې هغه (الله) ملائکو ته د آدم علیه السلام د احترام لپاره د سجدې امر کړی ؤ، نو ټولو د الله تعالی امر په چټکتیا سره ومانه، مګر (یوازې) هغه ابلیس چې د پېریانو له جنس څخه ؤ انکار یې وکړ او د الله تعالی په امر یې نیوکه وکړه، او په آدم علیه السلام یې لویي وکړه، نو له دې کبله په الله تعالی باندې کافر شو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 33 راتلونکې البقره • آیت 35