Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 35 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 35 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ 35
ترجمه:
او مونږ وویل: اى ادمه! اوسېږه ته او ستا ښځه په جنت كې، او دواړه له هغه (د جنت له مېوو) نه پرېمانه (په مزې سره) خوراك كوئ كوم ځای چې مو خوښه وي، او تاسو دواړه دې ونې ته مه نژدې كېږئ، ګنې تاسو به له ظالمانو نه شئ البقره ۲:۳۵
تفسیر:
او مونږ وویل اې آدم علیه السلام! ته او ستا میرمن -حواء- په جنت کې واوسېږئ او دواړه په دې جنت کې پراخه، خوندور، بې تکلیفه خوراک کوئ، د جنت په هر ځای کې چې غواړئ، ولې له دې ونې څخه چې ما تاسو د هغې له خوارک څخه منع کړي یاست ځان وساتئ، نو که تاسو دواړو زما د حکم نافرماني وکړه ضرور به د ظالمانو له ډلې څخه شئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 34 راتلونکې البقره • آیت 36