پس شیطان دوى دواړه د دغې (ونې) په سبب، وښُویَوَل، نو له هغه (ځای) نه يې راووېستل چې دوى په كې وو، او مونږ وویل: تاسو ټول كوز شئ، ستاسو ځینې به د ځینو نورو لپاره دښمنان وي، او ستاسو لپاره په ځمكه كې تر یو وخته پورې استوګنه او فايده اخيستل دي البقره ۲:۳۶ ⧉
تفسیر:
پس شیطان به تل وسوسې ور اچولې او بد عمل به یې ورته ښایسته کولو؛ تر دې چې ویې ښویول او په ګناه يې اخته کړل او د هغې ونې څخه یې خوراک وکړ چې الله تعالی ترې منع کړي وو، پس سزا یې دا شوه چې د هغه جنت څخه وویستل شول کوم کې چې دوی پکې اوسېدل او الله تعالی دوی دواړو او شیطان ته وویل: زمکې ته ښکته شئ، یو له بل سره به دښمنان یئ، او ستاسې لپاره پر زمکه کې پاتې کېدل او له خیر څخه يې خوند اخیستل دي، تر دې چې ستاسو اجل پوره شي او قیامت راشي.