Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 37 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 37 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


فَتَلَقَّىٰ آدَمُ مِنْ رَبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ 37
ترجمه:
نو ادم له خپل رب نه څو كلمې زده كړې، نو د هغه توبه يې قبوله كړه، بېشكه هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى البقره ۲:۳۷
تفسیر:
پس آدم علیه السلام هغه ټکي واخیستل، کوم چې الله تعالی ده ته ورکړل، او الله تعالی ورته په زړه کې همدا ټکي ورواچول، او دا هغه ټکي دي چې په دې وینا د الله تعالی کې یاد شوي دي: (دواړو وویل: ای زمونږ پالونکیه! مونږ په خپلو نفسونو باندې تېری کړی دی او که چېرې ته مونږ ته بښنه ونه کړې او پر مونږ رحم ونه کړې نو خامخا به مونږ له زیانمو څخه شو). (الاعراف: ۲۳) پس الله تعالی یې توبه قبوله کړه او بښنه یې ورته وکړه، پس الله تعالی د خپلو بندګانو خورا ډېر توبه قبلونکی او پر دوی رحم کوونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 36 راتلونکې البقره • آیت 38