مونږ وویل: تاسو ټول له دې (جنت) نه كوز شئ، نو كه زما له طرف نه تاسو ته كوم هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو پر هغوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به هغوى غمژن كېږي البقره ۲:۳۸ ⧉
تفسیر:
مونږ ورته وویل: ټول له جنت څخه زمکې ته کوز شئ، نو که چېرې تاسي ته زما د پېغمبرانو په لاس لارښوونه راغله، نو پس چا چې د هغې پیروي وکړه او زما پر پېغمبرانو یې ایمان راوړ، نو په دوی په آخرت کې هېڅ ډول وېره نشته او نه به دوی په هغه څه غمجن شي چې له دوی څخه په دنیا کې پاتې شوي دي.