الله د هغوى په زړونو او د هغوى په غوږونو مهر لګولى دى، او د هغوى په سترګو (یوه خاصه) پرده ده، او د هغوى لپاره ډېر لوى عذاب دى البقره ۲:۷ ⧉
تفسیر:
ځکه چې الله تعالی د دوی پر زړونو مهر لګولی دی نو له خپل باطل سره یې بند کړي دي او په غوږونو يې هم ورته مهر لګولی دی، نو حق د قبلولو او منلو په نیت نه اورې او د دوی په سترګو پردې دي، نو حق نه ویني، سره له دې چې حق روښانه دی او په آخرت کې د دوی لپاره لوی عذاب دی.