بېشكه هغه (خاص) كسان چې كافر شوي دي؛ دوى ته یو شان ده كه ته دوى ووېروې یا ته دوى ونه وېروې، دوى ایمان نه راوړي البقره ۲:۶ ⧉
تفسیر:
پرته له شکه پر کومو کسانو چې له ايمان وروسته د الله کلمه ثابته شوه هغوی په خپله لار ورکۍ او ضد کې تلپاتې دي؛ نو ستا وېرول او نه ویرول د هغوی لپاره یو شان دي.