Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 71 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 71 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَا ذَلُولٌ تُثِيرُ الْأَرْضَ وَلَا تَسْقِي الْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌ لَا شِيَةَ فِيهَا ۚ قَالُوا الْآنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ ۚ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُوا يَفْعَلُونَ 71
ترجمه:
(موسٰی) وویل: یقینًا هغه وايي چې بېشكه هغه یوه داسې غُوا ده چې نه كار كوونكې ده، چې ځمكه قُلبه كوي او نه فصل اوبه كوي، روغه رَمَټه ده، هېڅ داغ ټكى په كې نشته، هغوى وویل: اوس دې واضحه خبره راوړه۔، نو هغه يې حلاله كړه، او دوى نژدې نه وو چې دا كار يې كړى وى البقره ۲:۷۱
تفسیر:
پس موسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: د دې غوا صفت دادی چې دا نه په یوې (کولبه) وهلو کې د چا تابع شوې ده او نه په ارهټ وهلو (زمکه خړوبولو) کې، او دا دله ټولو عیبونو څخه پاکه ده، په دې کې د زېړ رنګ پرته د بل رنګ نښه هم نشته، نو په دغه وخت کې دوی وویل: اوس دې راته د غوا پوره او دقیق صفتونه راوړل، نو حلاله یې کړله پس له دې چې نږدې وو چې حلالول ترې د دوی د جګړې او سرکشۍ له امله پاتې شوي وی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 70 راتلونکې البقره • آیت 72