Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 70 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 70 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا هِيَ إِنَّ الْبَقَرَ تَشَابَهَ عَلَيْنَا وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ لَمُهْتَدُونَ 70
ترجمه:
هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره بیان كړي چې هغه څه قسم ده؟ بېشكه چې غواګانې پر مونږه ګَډې وډَې (مشتَبِه) شولې، او كه الله وغواړي، بېشكه مونږ خامخا لارموندونكي یو البقره ۲:۷۰
تفسیر:
بیا یې په سرکشۍ سره وویل: له خپل رب څخه وغواړه چې د غوا نور صفتونه هم راته بیان کړي؛ ځکه چې په یادو صفتونوخو ډېرې غواوې دي مونږ نشو کولای چې د هغو تر منځ یوه غوره کړو. خو دوی ټينګار کولو چې که چېرې د الله خوښه وشي نو مونږ به هغه غوا پیدا کړو د کومې د ذبحه کولو غوښتنه چې شوې ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 69 راتلونکې البقره • آیت 71