Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 69 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 69 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا لَوْنُهَا ۚ قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَاءُ فَاقِعٌ لَوْنُهَا تَسُرُّ النَّاظِرِينَ 69
ترجمه:
هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ ته بیان كړي چې د هغې رنګ څنګه دى؟ هغه وویل: یقینًا هغه وايي چې بېشكه هغه یوه زېړه غوا ده، رنګ يې تك زېړ دى، كتونكي خوشحالوي البقره ۲:۶۹
تفسیر:
پس دوی خپلې جګړې او سرکشۍ ته ادامه ورکړه او موسی علیه السلام ته یې وویل: له خپل رب څخه وغواړه چې مونږ ته د غوا رنګ وښایي، نو موسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: بېشکه چې دا زېړه غوا ده، تېز زېړوالی لري، چې هر لېدونکی حېرانوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 68 راتلونکې البقره • آیت 70