Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 68 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 68 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا هِيَ ۚ قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَا فَارِضٌ وَلَا بِكْرٌ عَوَانٌ بَيْنَ ذَٰلِكَ ۖ فَافْعَلُوا مَا تُؤْمَرُونَ 68
ترجمه:
هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ لپاره واضحه كړي چې هغه (غوا) څنګه ده؟ هغه وویل: یقینًا هغه وايي چې بېشكه هغه یوه داسې غوا ده چې نه زَړه ده او نه نوې ځوانه، (بلكې) د دې دواړو په مینځ كې مِیانَه حاله ده۔، نو هغه كار وكړئ چې تاسو ته يې حكم كېږي البقره ۲:۶۸
تفسیر:
دوی موسی علیه السلام ته وویل: له الله تعالی څخه وغواړه چې د هغې غوا پوره صفات مونږ ته بیان کړي د کومې غوا د حلالولو امر یې چې مونږ ته کړی دی، پس هغه ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: دا داسې غوا ده چې نه د ډېر عمر ده او نه وړه ده، بلکې د دې دواړو تر منځ ده، پس د خپل رب امر منلو کې بېړه وکړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 67 راتلونکې البقره • آیت 69