Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 67 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 67 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تَذْبَحُوا بَقَرَةً ۖ قَالُوا أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا ۖ قَالَ أَعُوذُ بِاللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ 67
ترجمه:
او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: بېشكه الله تاسو ته حكم كوي چې یوه غوا حلاله كړئ، هغوى وویل: ایا ته مونږ مسخره ګرځوې (په مونږ پورې ټوقې كوې)؟ هغه وویل: زه د الله پناه غواړم له دې نه چې زه شم له جاهلانو نه البقره ۲:۶۷
تفسیر:
او د خپلو مشرانو د خبرونو څخه هغه خبرې اترې هم یادې کړئ چې د هغوی او موسی علیه السلام تر منځ تېرې شوې دي، چې موسی علیه السلام ورته خبر ورکړ په دې چې تاسو ته د الله تعالی امر دی چې یوه غوا حلاله کړئ، پس پر ځای د دې چې په بېړه کار وکړي، په سرکشۍ یې وویل: آیا ته مونږ پورې ملنډې وهې، نو موسی علیه السلام وویل: پناه غواړم په الله تعالی چې زه له هغه کسانو څخه شم چې په الله تعالی دروغ تړي او په خلکو ملنډې وهي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 66 راتلونکې البقره • آیت 68