Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 66 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 66 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


فَجَعَلْنَاهَا نَكَالًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ 66
ترجمه:
نو مونږه دا (واقعه) هغې ته د حاضرو (خلقو) او له هغې نه وروسته راتلونكو لپاره عبرت او د پرهېزګارولپاره نصیحت وګرځوله البقره ۲:۶۶
تفسیر:
پس همدا تېری کوونکی کلی مونږ د نورو ګرد چاپېره کلیو لپاره عبرت وګرځاوه او د هغو کسانو لپاره هم عبرت شو چې وروسته راتلونکي دي؛ څو د هغوی په څېر کړنه ونه کړي او د هغوی په څېر د سزا وړ ونه ګرځي، او مونږ دوی د هغو پرهېزګارانو لپاره پند وګرځول چې د الله تعالی له عذاب او د هغه له حدودو څخه تېري کوونکو د بدلې اخیستلو څخه وېرېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 65 راتلونکې البقره • آیت 67