Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 123 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 123 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا ۖ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَىٰ 123
ترجمه:
(الله) وویل: تاسو دواړه له دې (جنت) نه كوز شئ ټول، ستاسو ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، نو كه تاسو ته زما له جانبه هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو دى به نه ګمراه كېږي او نه به بدبخته كېږي طه ۲۰:۱۲۳
تفسیر:
الله تعالی ادم او حواء ته ووېل: کوز شئ د جنت نه تاسې دواړه او ابلېس هم، نو پس یقېنا هغه ستاسې د دواړو دښمن دی او تاسې دواړه د هغه دښمنان یاست، نو پس که راشي تاسې ته زما له طرفه بیان زما د لارې: نو ستاسې څخه چې چا زما د لارې د بیان تابعداري وکړه، او په هغه یې عمل وکړ او کوږ ترې نه شو؛ نو بېشکه دې به د حق څخه نه بې لارې کیږي، او په آخرت کې به هم بدبخته نشي په عذاب سره، بلکې الله تعالی به یې جنت ته داخلوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 122 راتلونکې طه • آیت 124