Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 124 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 124 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ 124
ترجمه:
او هغه څوك چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى او دى به مونږ د قیامت په ورځ ړوند راپورته كوو طه ۲۰:۱۲۴
تفسیر:
او هر چا چې زما د یاداشت نه مخ واړاوه او قبول یې نه کړ او هغه یې ونه مانه نو یقېنا وي به ده لره تنګه زندګي په دنیا کې او په برزخ کې (د مرګ نه وروسته تر قیامته پورې)، او راکش به کړو ده لره د محشر میدان ته د قیامت په ورځ پداسې حال کې چې سترګې او دلېل دواړه به ترې ورک وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 123 راتلونکې طه • آیت 125