Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 77 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 77 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ أَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِيقًا فِي الْبَحْرِ يَبَسًا لَا تَخَافُ دَرَكًا وَلَا تَخْشَىٰ 77
ترجمه:
او یقینًا یقینًا موږ موسٰی ته وحي وكړه چې ته زما بنده ګان د شپې وباسه، نو ته د دوى لپاره په سمندر كې یوه وچه لاره جوړه كړه، ته به نه وېرېږې له نیول كېدو نه او نه به وېرېږې (له ډوبېدو نه) طه ۲۰:۷۷
تفسیر:
او بېشکه مونږ وحې کړې وه موسی -علیه السلام- ته: چې د شپې بوځه بندګان زما د مصر نه چې هیڅوک پرې پوهه نشي، او دوی لره په دریاب کې وچه لاره جوړه کړه وروسته د وهلو د هغه نه په امسا سره، په امن کې به یاستې د دې نه به نه ویرېږې چې فرعون او د هغه لښکرې به تاسې رالاندې کړي، او په دریاب کې به د غرقېدلو څخه هم نه ویرېږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 76 راتلونکې طه • آیت 78