Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 78 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 78 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ فَغَشِيَهُمْ مِنَ الْيَمِّ مَا غَشِيَهُمْ 78
ترجمه:
نو فرعون سره له خپلو لښكرو په دوى پسې راغى، نو دوى لره له سمندر نه هغه شي لاندې كړل چې دوى يې لاندې كړل طه ۲۰:۷۸
تفسیر:
نو فرعون د خپلو لښکرو سره یو ځای په دوی پسې ورپسې شو، نو پټ کړو دې فرعون او د هغه لښکرو لره دریاب هغه هیبتناک شی چې دوی یې پټ کړل چې د هغه په حقیقت نه پوهېده مګر یوازې الله تعالی، نو ټول غرق شول او هلاک شول، او موسی -علیه السلام- او د هغه ملګري بچ شول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 77 راتلونکې طه • آیت 79