اى بني اسرائیلو بېشكه مونږ تاسو ته ستاسو له دښمن نه نجات دركړ او د طور غر ښي اړخ ته مو له تاسو سره وعده وكړه او مونږ پر تاسو باندې مَن (ترنجبین) او مړزان (ډوله مرغان) نازل كړل طه ۲۰:۸۰ ⧉
تفسیر:
او مونږ بني اسرایېلو ته وویل وروسته د دې نه چې بچ مو کړل د فرعون او د هغه د لښکرو نه: ای بني اسرایېلو! بېشکه مونږ تاسې بچ کړئ ستاسې د دښمن نه، او ستاسې سره مو وعده کړې وه چې مونږ به د موسی سره خبرې کوو په ښي طرف د وادي کې کوم چې د طور غره په څنګ کې واقع دی، او په تاسو مو د تیه په میدان کې زمونږ د نعمتونو څخه نازل کړي وو ښایسته څښل لکه د شاتو په شان او وړه مرغئ د پاکي او ښاېسته غوښې والا د مړز په شان.