Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 81 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 81 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَلَا تَطْغَوْا فِيهِ فَيَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبِي ۖ وَمَنْ يَحْلِلْ عَلَيْهِ غَضَبِي فَقَدْ هَوَىٰ 81
ترجمه:
تاسو هغه پاكیزه څیزونه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او تاسو په دغه (رزق) كې تجاوز مه كوئ (ګنې) نو په تاسو به زما غضب راكوز شي اوهغه څوك چې په هغه باندې زما غضب راكوز شي، نو یقینًا دى وغورځېده (هلاك شه) طه ۲۰:۸۱
تفسیر:
خورئ تاسې د پاکو هغه شیانو څخه چې مونږ تاسې ته درکړي د حلالو خوراکونو څخه، او تاسې تیری مه کوئ د هغه څه نه چې مونږ تاسې ته حلال کړي هغه څه ته چې مونږ پر تاسې حرام کړي، کنه نازل به شي په تاسې باندې زما غضب، او په چا چې زما غضب نازل شو نو یقینا دا په دنیا او اخرت کې هلاک او بد بخته شو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 80 راتلونکې طه • آیت 82