سوره الجمعة (جمعه) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




62 الجمعة(الجمعة)، آیت ۴

ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ 4 ٤

دغه د الله فضل دى چې دا هغه چا ته وركوي چې يې وغواړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى (۴)

تفسیر
دغه ياد شوي چې عربو او نورو خلکو ته د رسول لېږل دي، د الله پېرزوينه ده چاته چې وغواړي ورکوي يې، او الله د لوی احسان حښتن دی، او له احسان څخه يې دا ده چې د دغه امت رسول يې ټولو خلکو ته لېږلی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ