Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 86 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 86 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


فَرَجَعَ مُوسَىٰ إِلَىٰ قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَمْ يَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا ۚ أَفَطَالَ عَلَيْكُمُ الْعَهْدُ أَمْ أَرَدْتُمْ أَنْ يَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبٌ مِنْ رَبِّكُمْ فَأَخْلَفْتُمْ مَوْعِدِي 86
ترجمه:
نو موسٰی خپل قوم ته راواپس شو، چې ډېر په غصه او غمجن و، ويې ويل: اى زما قومه! ایا تاسو سره ستاسو رب ډېره ښه وعده نه وه كړې، ایا نو په تاسو زمانه ډېره اوږده شوه، یا كه تاسو اراده كړې وه چې په تاسو باندې د خپل رب غضب راكوز شي، نو تاسو زما د وعدې خلاف ورزي وكړه طه ۲۰:۸۶
تفسیر:
نو موسی -علیه السلام- خپل قوم ته په غصه راغی د دوی د عبادت کولو د وجې خوسي لره، غمجن و په دوی باندې، موسی -علیه السلام- وفرماېل: ای زما قومه! ایا وعده نه وه کړی الله تعالی ستاسې سره وعده ښاېسته چې په تاسې به تورات نازلوي، او تاسې به جنت ته داخلوي، نو آیا په تاسې دا وخت اوږد شو نو دا وعده مو هیره کړه؟ او که یا تاسې په خپل دې کار سره اراده کړې چې رانازل شي په تاسې باندې غضب ستاسې د رب له طرفه، او په تاسې د هغه عذاب راشي، نو لدې امله تاسې زما د وعدې مخالفت وکړ، پدې سره چې کلک پاتې نه شوئ په تابعدارۍ زما، تر دې چې زه تاسې ته بېرته راشم؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 85 راتلونکې طه • آیت 87