Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 87 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 87 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


قَالُوا مَا أَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلَٰكِنَّا حُمِّلْنَا أَوْزَارًا مِنْ زِينَةِ الْقَوْمِ فَقَذَفْنَاهَا فَكَذَٰلِكَ أَلْقَى السَّامِرِيُّ 87
ترجمه:
دوى وویل: مونږ ستا د وعدې مخالفت په خپل اختیار سره نه دى كړى، او لېكن پر مونږ باندې د (قبطیانو د) قوم د ښكلا زیورات بار كړى شوي وو، نو مونږ هغه وغورځول، نو همداسې سامري هغه (په اور كې) وغورځول طه ۲۰:۸۷
تفسیر:
د موسی -علیه السلام- قوم وویل: مونږ وعده خلافي نه ده کړی ستا د وعدې -ای موسی- په خپل اختیار سره، بلکې مونږ مجبور شو، نو یقېنا مونږ ته رابار شو پیټي د ګناهونو د وجې د ګاڼې د فرعونیانو، نو مونږ هغه په یوه کنستل شوي کنده کې وغورځول د هغه نه د خلاصي په خاطر، نو لکه څرنګه چې مونږ هغه په کنستل شوي کنده کې وغورځول همدغه شان سامري هم هغه خاوره واچوله کومه چې د هغه سره وه د جبریل -علیه السلام- د اس د قدم څخه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 86 راتلونکې طه • آیت 88