Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 89 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 89 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


أَفَلَا يَرَوْنَ أَلَّا يَرْجِعُ إِلَيْهِمْ قَوْلًا وَلَا يَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا 89
ترجمه:
(الله فرمايي) نو ایا دوى نه ګوري چې بېشكه شان دا دى چې دغه (سخى) دوى ته بېرته خبره نه راګرځوي او دى د دوى لپاره نه د ضرر اختیار لري او نه د نفعې طه ۲۰:۸۹
تفسیر:
آیا نه ګوري دا کسان چې فتنه کې واقع شوي د خوسي په وجه نو بندګي یې ورله شروع کړې، بېشکه خوسی چې دی نه د دوی سره خبرې کولی شي او نه ورته څه جواب ورکولی شي، او طاقت نه لري په دفع کولو د ضرر د دوی نه او نه د نور چا نه، او طاقت نه لري د فاېدې رسولو خپل ځان ته، او نه بل چا ته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 88 راتلونکې طه • آیت 90