او یقینًا یقینًا هارون دوى ته د دې (موسٰی له راتلو) نه مخكې ویلي وو چې اى زما قومه! بېشكه همدا خبره ده چې تاسو په دې سره ازمایل شوي یئ، او ستاسو رب خو رحمٰن دى، نو تاسو زما پیروي وكړئ او زما د حكم اطاعت وكړئ طه ۲۰:۹۰ ⧉
تفسیر:
او یقېنا ویلي و دوی ته هارون -علیه السلام- مخکې د راتللو د موسی -علیه السلام- نه: نه دی په شکل د خوسي کې د سرو زرو نه او اواز د هغه مګر ازمېښت دي په تاسو د دې لپاره چې ښکاره شي مومن له کافر څخه، او یقېنا رب ستاسې -ای قومه- هغه ذات دی چې واک لري د مهربانۍ او رحمت، نه هغه څوک چې اختیار نه لري تاسې نه د ضرر دفع کولو او یا د فاېدې دررسولو، پاتې لا دا چې په تاسې دې رحم وکړي، نو زما تابعداري وکړئ یواځې د الله تعالی په بندګۍ کې، او زما خبره ومنئ په پريښودلو د بندګۍ د بل چا کې.