Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 12 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُ وَمَا لَا يَنْفَعُهُ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ 12
ترجمه:
دى له الله نه پرته هغه څه بلي چې ده ته نه ضرر رسولى شي او نه ده ته نفع رسولى شي، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده الحج ۲۲:۱۲
تفسیر:
بندګي کوي پغېر د الله تعالی نه د داسې بوتانو چې که څوک یې نافرماني وکړي ضرر ورته نشي رسولی، او که تابعداري یې وکړي فاېده ورته نشي رسولی، دا رابلل او بندګي کول د داسې بوتانو چې نه چا ته ضرر رسولی شي او نه چا ته فاېده رسولی شي همدا ګمراهي ده ډېره لرې د حق نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 11 راتلونکې الحج • آیت 13