او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله عبادت كوي په یوې غاړه باندې، نو كه ده ته خیر ورسي (نو) په دې (دین) مطمئن (او قايم) پاتې شي او كه ده ته څه مصیبت (ازمېښت) ورسي (، نو) بېرته په خپل مخ (كفر ته) وګرځي، ده (خپل) دنیا او اخرت ضايع كړل، همدغه ښكاره تاوان دى الحج ۲۲:۱۱ ⧉
تفسیر:
او ځېني له خلکو هغه دي چې ګډوډ وي په شک باندې د الله تعالی بندګي کوي، نو که ورسېږي دوی ته څه خیر د صحت او مالدارۍ نه نو په خپل اېمان او بندګۍ پاتي شي، او که ورسېږي دوی ته څه ازمېښت په مرض او یا ولږې سره نو په خپل دین باندې بد فالي نېسي نو د هغه نه بېرته وګرځي، تاواني شوه دنیا د ده، نو نه زیاتوي ده لره کفر د دې څه نصېب او برخه د دنیا نه کوم چې دې لره په تقدير کې نه وي لېکل شوي، او اخرت یې هم تاواني کړ د هغه عذاب په وجه چې دا به ورسره مخامخ کېږي، بېشکه دا دی تاوان ښکاره.