Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحج — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

الحج • آیت نمبر 25 (ټولې 78 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاءً الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ ۚ وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ 25
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه اړول كوي او له مسجد حرام نه هغه چې مونږ هغه د خلقو لپاره داسې ګرځولى دى چې په ده كې اوسېدونكي او له بهره راتلونكي برابر دي، او څوك چې په ده كې په ظلم سره د الحاد (او بې لار توب) اراده وكړي (، نو) مونږ به په هغه له ډېر دردوونكي عذاب څخه (عذاب) وڅَكوو الحج ۲۲:۲۵
تفسیر:
بېشکه هغه کسان چې په الله تعالی یې کفر کړی، او نور خلک هم په اسلام کې د ننوتلو نه بندوي، او بندوي خلک د مسجد حرام نه، لکه مشرکانو چې د حدیبیی په کال کړی و نو زر دی چې وبه څکوو مونږ دوی ته عذاب دردناک، دغه جومات چې مونږ ګرځولې خلکو له قبله د هغوی په لمانځه کې او ځای د عبادت دی په حج او عمره کې، برابر دي په دې د مکې والا کوم چې هلته اوسېږي، او هغه څوک چې ورته راشي د بهر نه چې د مکې والا نه وي، او څوک چې اراده وکړي په دې د کوږوالي د حق نه په یو شي سره د ګناه نه قصدا نو وبه څکوو مونږ دې ته عذاب دردناک.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحج • آیت 24 راتلونکې الحج • آیت 26